له ۱۳۱ اړمنو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه

moi-af
یکشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲۳ - ۱۴:۲۱
asdfasfd

د کورنیو چارو وزارت نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې معینیت له لوري په ولایتونو کې د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې مدیریت په همکارۍ دا ځل له ۵۱ کورنیو سره په سرپل، ۵۰ کورنیو سره په بلخ او له ۳۰ کورنیو سره په جوزجان کې، چې مخکې د ټاکل شوې کمیټې له لوري مستحق پېژندل شوي وو د خوراکي توکو مرسته وشوه. په دغو مرستو کې اوړه، ورېژي، غوړي او نور خوراکي شامل وو.