له نهو ولایتونو څخه ۳۲ تنه نیول شوي، یوه اندازه وسلې او مهمات کشف او ضبط شوي

moi-af
یکشنبه ۱۴۰۳/۳/۶ - ۱۰:۴
drrfft

د پولیسو ځواکونو، ۳۲ تنه د غلا، وژنې، جعل کارۍ، اخلاقي فساد او نورو جنایي جرمونو په تړاو د هیواد په نهو ولایتونو کې نیولي
له دې ډلې، اوه تنه د غلا او یو بل تن د وژلو په تړاو په ننګرهار کې، اوه تنه مجرمین په تخار کې، ۶ تنه د جنایي جرمونو په تړاو په کندز ولایت کې، دوه غله او دری تنه نور د وژلو په تړاو په ارزګان ولایت کې، څلور تنه د اخلاقي فساد په تړاو په سمنګانو او جوزجان ولایتونو کې، یو قاتل په سرپل ولایت کې او یو بل تن د ۸۰ زره جعلي افغانیو د خرڅلاو په تړاو په هرات ولایت کې نیول شوی.
په همدې حال کې، پولیسو ځواکونو په ننګرهار ولایت کې د ۱۰ ګونه ټنو لرګیو د قاچاق مخ نیوی کړی او د سپکو او درنو وسلو، نیږدې دوه زره فیره مرمۍ یې په کاپیسا کې کشف او ضبط کړي.