له شپږو ولایتونو ۱۴ تنه د نشه يي توکو د پلور او قاچاق په تړاو ونیول شول.
د تېرو ۲۴ ساعتونو په لړ کې له نشه يي توکو سره د مبارزې منسوبینو په کابل، هرات، کندهار، بدخشان، نیمروز او فراه ولایتونو او د حامد کرزي په نړیوال هوايي ډګر کې د څو بېلو عملیاتو په ترڅ کې ۱۴ تنه د نشه يي توکو د پلور او قاچاق په تړاو نیولي دي.
یاد کسان د چرسو، هیرویینو او شیشه په پلور او قاچاق تورن دي.
له نیول شویو کسانو یو شمېر نشه يي توکي هم کشف او ضبط شوي دي.