له ترهګرۍ سره د مبارزې پولیسو یو شمېر وسلې ډایاک ته وسپارلې.

hakimi-moi
چهارشنبه ۱۳۹۸/۴/۵ - ۱۸:۴۵
1

د کورنیو چارو وزارت له ترهګرۍ سره د مبارزې ریاست منسوبینو ۹۶ میله بېلابېلې وسلې د ملي دفاع وزارت د وسلو د ټولولو پروسې (ډایاک) ته وسپارلې.
یادې وسلې د بېلابېلو جنايي قضیو، ترهګریزو پېښو او عملیاتو په ترڅ کې ضبط شوې وې، چې له ترهګرۍ سره د مبارزې ریاست نن په رسمي توګه ډایاک ته وسپارلې.