له اوو ولایتونو څخه؛ ۲۵ کسان نیول شوي او یو مقدار مهمات موندل شوي دي

moi-af
پنجشنبه ۱۴۰۴/۲/۴ - ۱۱:۳۸
asdfsa

۲۵ کسان د غلا، وژنې، د انسان قاچاق او نورو جنایي جرمونو په تړاو، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د سمنگان، بدخشان، نیمروز، جوزجان، هرات او بلخ ولایتونو څخه نیول شوي دي.
د پولیسو منسوبینو ۹ کسان د سمنگان ولایت څخه، یوه اووه کسیزه ډله په بدخشان کې، پنځه کسان د نیمروز څخه، دوه کسان په جوزجان کې او دوه نور کسان د هرات او بلخ ولایتونو اړوند سیمو څخه، د بېلابېلو جنایي جرمونو د ترسره کولو په تړاو نیولي دي.
په ورته وخت کې، د کندهار ولایت د امنیې قوماندانۍ د ترهگرۍ پر وړاندې د مبارزې پولیسو د دې ولایت اړوند سیمو څخه یو مقدار مهمات هم موندلي او ضبط کړي دي.