لغمان کې ۵۹۰۰ قرصه "کا" نشه کوونکي تابلېتونه کشف او ترلاسه شول

jamil-moi
چهارشنبه ۱۳۹۹/۶/۱۹ - ۱۰:۳۱
f

د لغمان ولایت د امنیه قوماندانۍ د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې مدیریت منسوبینو د دوه جلا عملیاتو په ترڅ کې درې تنه د "کا" نشه کوونکو تابلېتونو د قاچاق او د نشه يي توکو "هیرویینو او ښيښه" د پلور په تړاو نیولي دي.
د یادو کسانو له ډلې؛ د لغمان ولایت د مرکز مهترلام ښار په اړوند سیمو کې یو کس له ۵۹۰۰ قرصه "کا" تابلېتونو او دوه تنه د "هیرویینو او ښيښه" د پلور په تړاو نیول شوي دي.
د نیول شویو کسانو نسبتي دوسیې تر لومړنیو څېړنو وروسته اړونده بنسټ ته سپارل شوې دي.