لغمان کې ۲۵ ترهګرو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو نن د لغمان ولایت په الیشېنګ ولسوالۍ کې د ترهګرۍ ضد یو لړ عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې یې ۲۰ ترهګر طالبان وژل شوي او ۵ نور ټپیان دي.
د دې عملیاتو پر مهال د ترهګرو طالبانو ګڼې وسلې، مهمات او پټنځایونه له منځه وړل شوي دي.