لغمان کې ۲۱ کلي د ترهګرو طالبانو له شتونه پاک شول.

rahimzai_moi
پنجشنبه ۱۳۹۸/۷/۴ - ۱۰:۱۹
ق

د لغمان ولایت د امنیه قومندانۍ پولیسو د علینګار ولسوالۍ په اړوند سیمو کې یو لړ عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې یې پنځه ترهګر طالبان وژلي او درې نور یې ټپيان کړي دي.
د دې عملیاتو په لړ کې د علینګار ولسوالۍ ۲۱ کلي د ترهګرو طالبانو له شتونه پاک شوي او پدې ولسوالۍ کې د ټاکنو د ترسراوي زمینه برابرې شوې ده.
همداراز د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو د لغمان ولایت په علیشینګ ولسوالۍ کې هم یو لړ عملیات ترسره کړي، چې په پایله کې يې دوه ترهګر طالبان وژلي او دوه نور یې ټپيان کړي دي.