لغمان کې ۱۶ تنه د جنايي جرمونو په تړاو ونیول شول
د لغمان ولایت د امنیه قومندانۍ له جنايي جرمونو سره د مبارزې مدیریت منسوبینو په مرکز مهترلام ښار او قرغه يي ولسوالۍ کې د څو بېلو عملیاتو په پایله کې ۱۶ تنه د بېلابېلو جنايي جرمونو په ځانګړې توګه د وژنې، ژوبلې، غلا او تاوتریخوالي په تړاو نیولي دي.
د دې کسانو نسبتي دوسیې د لازیاتو څېړنو لپاره اړونده بنسټونو ته سپارل شوې دي.