لغمان کې ۱۱ تنه د جنايي جرمونو په تړاو ونیول شول

د تېرو درېیو ورځو په لړ کې د لغمان ولایت د امنیه قومندانۍ له جنايي جرمونو سره د مبارزې مدیریت منسوبینو د مرکز مهترلام ښار له اړوند سیمو ۱۱ تنه د بېلابېلو جنايي جرمونو په ځانګړې توګه د وژنې، غلا، دوکې او د غیرقانوني وسلو د لېږد په تړاو نیولي دي.
له یادو کسانو څخه دوه میله تفنګچې او یو عراده موټرسایکل هم د پولیسو لاسته ورغلي دي.