لغمان کې ۱۱ ترهګرو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

د لغمان ولایت په علیشنګ ولسوالۍ کې د امنیتي او دفاعي ځواکونو او ترهګرو طالبانو تر منځ د دوه بېلو نښتو په ترڅ کې شپږ ترهګر طالبان وژل شوي او پنځه نور ټپیان دي.
یادې نښتې د علیشګ ولسوالۍ په دوچ شمکت او کجې سیمو کې رامنځته شوې، چې په پایله کې یې د ترهګرو طالبانو د مرګ ژوبلې سربېره د دوی یو شمېر نظامي تجهیزات او تسلېحات هم د امنیتي او دفاعي ځواکونو لاسته ورغلي دي.