لغمان کې څلور تنه د غلا په تور ونیول شول
د لغمان ولایت د قرغه یي ولسوالۍ په تیګرړۍ سیمه کې، د دې ولایت له جنايي جرمونو سره د مبارزې د منسوبینو له خوا؛ څلور تنه د غلا په تور ونیول شول.
نیول شویو کسانو د لغمان ولایت د اوومې لویې لارې په اړوند سیمو کې له مسافرینو زر، نغدې پیسې او نور توکي د یوه کرولا ډوله موټر په وسیله غلا کړي وو؛ چې د پولیسو له خوا ونیول شول.