لغمان کې څلورو ترهګرو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

jamil-moi
سه‌شنبه ۱۳۹۸/۹/۲۶ - ۹:۳۰
6

د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو له امنیتي او دفاعي ځواکونو سره یو ځای د لغمان ولایت په اړوند "سلطان" کلي کې د ترهګرۍ ضد یو لړ عملیات ترسره کړي، چې په پایله کې يې درې ترهګر طالبان وژل شوي او یو بل یې ټپي شوی دی.
د یادونې وړ ده چې د دې عملیاتو پر مهال امنیتي او دفاعي ځواکونو ته کوم زیان ندی اوښتی.