لغمان کې پنځه تنه د جنايي جرمونو په تړاو ونیول شول

jamil-moi
چهارشنبه ۱۳۹۹/۱۱/۱ - ۱۰:۱۶
6

د لغمان ولایت د امنیه قوماندانۍ د جنايي جرمونو پر وړاندې د مبارزې منسوبینو د یاد ولایت په اړوند سیمو کې یو لړ عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې يې پنځه تنه د جنايي جرمونو په تړاو نیولي دي.
د یادو کسانو له ډلې؛ څلور تنه د غلا او یو کس له غیرقانوني وسلې د ګټې اخیستنې او همدارنګه د ځمکو د غصب په تړاو د مهترلام ښار په اړوند سیمو کې نیول شوي دي.
د نیول شویو کسانو نسبتي دوسیې تر لومړنیو څېړنو وروسته اړونده بنسټ ته سپارل شوې دي.