لغمان کې له ۱۵۸ اړمنو او سوالګرو کورنیو سره نغدي مرستې وشوې

moi-af
پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۷ - ۱۴:۹
saDasd

د لغمان ولایت د امنیې قوماندانۍ د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې مدیریت، هغو ۱۵۸ اړمنو او سوالګرو کورنیو ته چې مخکې د موظفې کمېټې له لوري مستحقې پېژندل شوې وې، هرې یوې ته ۳ زره او ۶۵۰ افغانۍ نغدي مرسته وېشلې ده.