لغمان کې د چاڼیزو عملیاتو په ترڅ کې ۱۹ ترهګر طالبان ووژل شول
![۸](/sites/default/files/2021-05/189096266_2019906448147242_7878305353976382219_n_6.jpg)
د هېواد ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو د تېرو ۲۴ ساعتونو په لړ کې د لغمان ولایت په بېلابېلو سیمو کې د ترهګرۍ ضد یو لړ چاڼیز عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې یې ۱۹ ترهګر طالبان وژل شوي او یو یې ټپي شوی دی.
د یادو عملیاتو پر مهال د مرکز مهترلام ښار پاټک، ابوزيي او قلعه ټک سیمې؛ د الینګار ولسوالۍ شیخ صاحب او همدارنګه د الیشېنګ ولسوالۍ دوملام سیمې د ترهګرو طالبانو له شتونه پاکې شوې دي.
د یادونې وړ ده چې د دې عملیاتو په پایله کې د دوښمن ګڼې وسلې او وسایط هم له منځه تللي دي.