لغمان کې د هوايي ځواکونو په برید کې د ترهګرو طالبانو د مهمو قوماندانانو په ګډون ۳۴ ترهګرو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

تېره شپه د لغمان ولایت د الیشېنګ ولسوالۍ په اړوند صبر اباد، سالاب او شمکټ سیمو کې د هېواد په کچه د ترهګرو طالبانو مشهور قوماندان مولوي عزت الله او د دې ترهګرې ډلې د عمومي قوماندان حاجي عبدالواحد او همدارنګه مولوي بغلاني، قهار او خیبر په ګډون ۱۶ ترهګر وژل شوي دي.
دغه راز د لغمان ولايت لپاره د ترهګرو طالبانو د نومول شوي والي قاري زین العابدین او قوماندان شکرالله په شمول ۱۸ ترهګر مرګوني ټپيان شوي دي.
په دغو بریدونو کې د دوښمن یو شمېر سپکې او درنې وسلې او مهمات هم له منځه وړل شوي دي.