لغمان کې د ملي پولیسو د شهیدانو او معلولینو له ۷۱ کورنیو سره مالي مرسته وشوه

jamil-moi
چهارشنبه ۱۳۹۸/۹/۱۳ - ۱۲:۵۹
6

د کورنیو چارو وزارت د رهبرۍ د لارښونې پر اساس د لغمان ولایت امنیه قومندانۍ د ملي او سیمه ییزو پولیسو د شهیدانو او معلولینو له ۷۱ کورنیو سره د ۱۴ میلیونه او ۲۰۰ زرو افغانیو مالي مرسته کړې ده.

د دې مرستې په پیل کې د لغمان ولایت امنیه قومندان مل پاسوال محمد سالم الماس وویل، چې دا مرسته د کورنیو چارو وزارت د رهبرۍ د لارښونې له مخې د ملي پولیسو د شهیدانو او معلولینو له کورنیو سره شوې او همدا پولیس دي چې د خپل سر په بیه له خپلو خلکو ساتنه کوي.

مل پاسوال محمد سالم الماس زیاته کړه، چې تر دې دمخه د ملي پولیسو د شهیدانو او معلولینو کورنیو ته د ښاروالۍ له لوري یوه نمره ځمکه وېشل شوه وه، چې دا مرسته بیا د یادو ځمکو د بیارغونې په موخه له دې کورنیو سره شوې ده.

په پای کې د ملي پولیسو د شهیدانو او معلولینو کورنیو استازو د کورنیو چارو وزارت د مشرتابه او د لغمان ولایت د امنیه قومندانۍ له پاملرنې مننه او درناوی وکړ او ویې ویل، چې بچیانو یې په ټینګ عزم له خپلې خاورې او خلکو ساتنه او دفاع کړې ده.