لغمان کې د غلو اته کسیزه ډله ونیول شوه
د لغمان ولایت امنیې قومندانۍ پولیسو د خپلو کشفي عملیاتو په ترڅ کې ۸ تنه د غلا په تړاو ونیول.
نیول شویو کسانو څو ورځې وړاندې د شپې لهخوا د مهترلام ښار د درېیمې حوزې اړوند له یو کور څخه د ۴۰۰ زره افغانیو په ارزښت سره زر او ۱۶ زره افغانۍ نغدي پیسې غلا کړې وې.
نیول شوو کسانو پر خپل جرم اعتراف کړی او تر لومړنیو څېړنو وروسته به عدلي او قضایي ارګانونو ته وسپارل شي.