لغمان کې د دوه ماین خښوونکو د وژل کېدو سربېره، په لوګر او کندهار کې له ګڼو ترورېستي پېښو مخنیوی شوی

په لغمان ولایت کې د ماین جوړوونکو درې کسیزې ډلې ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
یاده ډله د لغمان ولایت د مرکز مهترلام ښار په عليخېل نواباد کلي کې په یوه استوګنیز کور کې پر ماین جوړونې بوخته وه، چې د خپل لاسي ماین د چاودنې له امله دوه ترهګر وژل شوي او یو بل یې تر ټپي کېدو وروسته نیول شوی دی.
بلخوا؛ پولیسو د څو جلا عملیاتو په پایله کې په کندهار کې له ۱۶ کړیو ماینونو او په لوګر کې د یوه کړۍ ماین له چاودنې مخنیوی کړی دی.