لغمان کې امنیتي ځواکونو د ځمکې پر سر د دوو قومونو د وسله‌والې نښتې مخه نیولې

moi-af
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۱ - ۱۰:۰
asdfasf

 

دا پېښه چې د علیشنګ ولسوالۍ د کهنه‌پال درې په منجلام او خندلي کلیو کې رامنځته شوې وه، امنیتي ځواکونه پر وخت سیمي ته رسیدلي او د وضعیت له کنټرول وروسته یې له دواړو لورو څخه لس تنه له ۱۱ میله وسلو سره نیولي دي.

له نیول شوو کسانو څخه څېړنې روانې دي چې زر به له بشپړو اسنادو سره اړوندو عدلي او قضایي ارګانونو ته وسپارل شي.

د لغمان امنیه قومندانۍ د لغمان له ولسونو غواړي چې هر ډول شخړې دې د قانون په رڼا کې حل کړي او د خپلسرو کړنو څخه دې ډډه وکړي ترڅو عامه نظم او امنیت ګډوډ نشي.