لغمان کې؛ پولیسو ۱۱ تنه د نشه یي توکو د پلور، لېږد او کارولو په تړاو نیولي دي

د لغمان نشه یي توکو سره د مبارزې پولیسو تېرې یوې میاشت کې ۱۱ تنه د نشه یي توکو د پلور، کارولو او لېږد په تړاو نیولي دي.
له نیول شویو کسانو ۵۵ کیلو ګرامه شیشه، یوه اندازه هیرویین، چرس، تریاک او یو فلډر موټر لاسته راغلی دی.