لغمان پولیسو دوه تنه د ۱۰۰ کیلوګرامه نشه يي توکو د قاچاق په تړاو ونیول

د لغمان ولایت د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې منسوبینو د مرکز مهترلام ښار په اړوند سیمو کې د نشه يي توکو ضد یو لړ عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې يې دوه تنه د ۱۰۰ کیلوګرامه تریاکو د قاچاق په تړاو نیولي دي.
یاد نشه يي توکي په یو عراده کرولا ډوله موټر کې په ځیرک ډول ځای پر ځای شوي وو او غوښتل یې د مهترلام ښار له لارې یې قاچاق کړي.
هېره دې نه وي، چې له نیول شویو کسانو څخه د ۱۰۰ کیلوګرامه تریاکو د ضبط سربېره؛ یو عراده کرولا ډوله موټر او دوه عرادې موټرسایکلونه هم ترلاسه شوي دي.