لغمان او پکتیکا کې درې ترهګرو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې.

rahimzai_moi
دوشنبه ۱۳۹۸/۴/۲۴ - ۹:۱۳

تېره شپه د لغمان ولایت د قرغه يي ولسوالۍ په تنګي سیمه کې د ملي پولیسو او ترهګرو طالبانو ترمنځ په وسله واله نښته کې یو ترهګر طالب وژل شوی او بل یې ټپي شوی دی.
همداراز د پکتیکا ولایت د مرکز په نیازیو کلي کې هم د سیمه ییزو پولیسو د یوه کمین په ترڅ کې یو ترهګر طالب وژل شوی او نور یې په تېښته بریالي شوي دي.
د یادونې وړ ده چې له وژل شوي ترهګر څخه د یو شمېر مهمو اسنادو ترڅنګ یو میل تفنګچه هم د پولیسو لاسته ورغلې ده.
د یادو نښتو په لړ کې پولیسو ته کوم زیان ندی اوښتی.