لغمان او هرات کې ۱۵ تنه د وسله والې غلا او شخړې په تړاو ونیول شول

moi-af
شنبه ۱۴۰۴/۳/۳۱ - ۱۰:۴۹
asdfasf

د لغمان امنیې قومندانۍ منسوبینو د الینګار ولسوالۍ د ساو درې د اشکموش سیمې په مربوطاتو کې لس تنه د فزیکي شخړې او وسلو راخیستلو په تړاو نیولي دي. له یادو کسانو شپږ میله کلاشینکوفونه او دوه میله راکټونه ترلاسه شوي او عدلي او قضایي ارګانونو ته سپارل شوي دي.

بل لور ته، د هرات امنیې قومندانۍ د انسان تښتونو د جرمونو امریت او د برېښنايي جرمونو د کشف امریت د غلو پنځه کسیزه ډله چې هرات ښار کې یې وسله والې  غلاوې کولې د یو پلټونکی عملیات پایله کې نیولې ده.