لغمان او هرات کې یو اندازه وسلې او مهمات کشف او ترلاسه شول

jamil-moi
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۶/۴ - ۱۴:۴۸
7

د ملي پولیسو منسوبینو په لغمان او هرات ولایتونو کې د دوه جلا عملیاتو په ترڅ کې یو اندازه وسلې او مهمات کشف او ترلاسه کړي دي.
یاد عملیات د لغمان ولایت د مرکز مهترلام ښار او د هرات ولایت د ګذرې ولسوالۍ په اړوند سیمو کې ترسره شوي، چې په پایله کې یې ۱۲ میله بېلابېل ډوله وسلې، یو اندازه مهمات او نظامي تجهیزات هم کشف او ترلاسه شوي دي.
د هرات ولایت د ګذرې ولسوالۍ د قضیې په تړاو یو کس نیول شوی دی.