لغمان او نیمروز کې له پنځو ماین چاودنو مخنیوی شوی

د ملي پولیسو منسوبینو د لغمان او نیمروز ولایتونو په اړوند سیمو کې د څو جلا کشفي عملیاتو په ترڅ کې د ترهګرو د پنځو ځای پر ځای شویو ماینونو له چاودنې مخنیوی کړی دی.
د یادو ماینونو له منځه؛ د لغمان ولایت په قرغهيي ولسوالۍ کې دوه کړۍ ماینونه او همدارنګه د نیمروز ولایت په دلارام ولسوالۍ کې هم درې کړۍ ماینونه کشف او شنډ شوي دي.