لغمان او سرپل کې یو ماین خښوونکی نیول شوی او له دوه ماین چاودنو مخنیوی شوی

hakimi-moi
یکشنبه ۱۳۹۹/۹/۹ - ۱۷:۲۳
1

د لغمان ولایت پولیسو د یاد ولایت د مرکز مهترلام ښار د لومړۍ حوزې په اړوند سیمو کې د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې یو ترهګر ماین خښوونکی چې غوښتل یې د سړک غاړې ماین ځای پر ځای کړي، تر پېژندنې وروسته نیولی دی.
بلخوا؛ ترهګرو طالبانو د سرپل ولایت د مرکز په اړوند "بغاوي بلوچ" کلي کې د سړک پر غاړه یو کړۍ ماین د ملکي مرګ ژوبلې په موخه ځای پر ځای کړی و، چې موخې ته له رسېدو مخکې د پولیسو لخوا پر وخت کشف او شنډ شوی دی.