لسګونه مجاهدین د نشه يي توکو سره د مبارزې معینیت د روزنیز مرکز له مسلکي زده کړو وروسته فارغ شول
په همدې مناسبت جوړو شویو مراسمو کې، چې د دې معینیت د ملکي مرستیال مولوي عبدالرحمن قاسمي او د یاد معینیت د یو شمېر مسؤلینو او منسوبینو په ګډون ترسره شول، لسګونه تنه مجاهدین او د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې پولیس له مسلکي زده کړو فارغ شول.
په دې مراسمو کې ښاغلي قاسمي د علم او مسلکي مهارتونو د زدهکړې د ارزښت او فضیلت په اړه خبرې وکړې او همدارنګه یې د نشه يي توکو د کښت، قاچاق او پلور پر ضد مبارزه حیاتي وبلله.
یاد مراسم فارغانو ته د تصدیق پاڼو په وېش او د لومړي، دویم او درېیم مقامونو ترلاسه کوونکو ګډونوالو ته ډالیو په ورکړې پای ته ورسیدل.