لسګونه عرادې نظامي وسایط په پکتیکا ولایت کې رغول شوي

د پکتیکا ولایت امنیه قومندانۍ د تخنیک امریت منسوبینو، د تیرو دریو میاشتو په لړ کې، لسګونه عرادې نظامي وسایط چې هاموې ټانکونه او رنجر موټر پکې شامل دي جوړ کړي او د استفادې په موخه یې اړونده ادارو ته سپارلي.
په جوړو شویو وسایطو کې، ۴۳ عرادې رنجر، ۵ هاموې ټانکونه او یو عراده انټرنشنل موټر شامل دی.
د نورو وسایطو د جوړولو لپاره د مسوولینو هڅې روانې دي.