لسګونه روږدي له درملنې او بستر وروسته خپلو کورنیو ته وسپارل شول

د کورنیو چارو وزارت نشهیي توکو سره د مبارزې پولیسو اتیا تنه روږدي چې پخوا یې په مرکز او ولایتونو کې راټول کړي وو د کورنیو چارو وزارت د روږدو د لاسنیوي ۵۰۰۰ بستریز روغتیايي مرکز(اغوش) کې له څو میاشتو بستر او بشپړې درمنلې وروسته خپلو کورنیو ته وسپارل.