لسګونه د نشهيي توکو روږدي کسان د هېواد په اوو ولایتونو کې راټول شول
د نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې پولیسو د څو عملیاتو په ترڅ کې په بلخ، سمنګان، کاپیسا، پروان، فراه، میدان وردګو او پنجشېر ولایتونو کې ۶۵ روږدي کسان راټول کړي او د درملنې لپاره یې اړوندو روغتیایي مرکزونو ته معرفي کړي دي.