لسګونه تنه په نشو روږدي کسان راټول او لسګونه تنه نور له درملنې وروسته رغېدلي دي
۱۸۶ تنه په نشو روږدي کسان د نشه يي توکو سره د مبارزې پولیسو د بېلابېلو عملیاتو په ترڅ کې، د هلمند، بدخشان، کاپیسا، فراه، پروان، پکتیا او سمنګانو په ولایتونو کې د درملنې په موخه راټ،ل شوي او اړونده روغتونونو ته ور پېژندل شوي دي.
په همدې حال کې، ۱۹۲ تنه په نشو روږدي کسان له درملنې وروسته په بلخ، غزني، سمنګان، بدخشان، پکتیا او پروان ولایتونو کې د موظفې کمېټې له خوا خپلو کورنیو ته سپارل شوي دي.