لسګونه تنه روږدي د درملنې لپاره راټول او لسګونه نور له درملنې وروسته روغ او خپلو کورنیو ته وسپارل شول
د لغمان ولایت د امنیه قوماندانۍ د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې شرطې له لوري ۶۰ تنه روږدي راټول او د درملنې په موخه کابل ولایت ته ولېږدول شول، چې هلته د «امېد» ۲۰۰۰ بستریز روغتیايي مرکز ته معرفي شول.
په ورته وخت کې، ۳۴ تنه نور روږدي کسان د دایکندي ولایت په ۲۰۰ بستریز روغتیايي مرکز کې له درملنې وروسته روغ او د دغه ولایت د امنیه قوماندانۍ د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې مدیریت له لوري خپلو کورنیو ته وسپارل شول.