لسو ولایتونو کې پولیسو ۴۴ تنه د جنایي جرمونو په تړاو ونیول

moi-af
یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۱ - ۹:۴۵
ASDFSAF

جنایي جرمونو سره د مبارزې پولیسو د بېلابېلو عملیاتو پایله کې د غلاوو، وژنې، قمار، اسنادو جعل او اخلاقي فساد په تړاو ۴۴ تنه په هلمند، نیمروز، خوست، هرات، کونړ، بغلان، فاریاب، جوزجان، پکتیکا او ننګرهار ولایتونو کې نیولي او د پولیسو له لومړنیو څېړنو وروسته عدلي او قضایي ارګانونو ته سپارلي دي.

له منځه یې، یوولس تنه په هلمند، نهه تنه په نیمروز، پنځه تنه په خوست، پنځه تنه په بغلان، څلور تنه په هرات، څلور تنه په کونړ، څلور تنه په فاریاب او جوزجان او دوه تنه نور په پکیتکا او ننګرهار ولایتونو کې نیول شوي دي.