لسو ولایتونو کې؛ پولیسو ۳۲ تنه د نشه‌یي توکو د پلور او لېږد په تړاو نیولي دي

moi-af
پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۳ - ۱۰:۱۴
شسیشسب

نشه‌یي توکو سره د مبارزې پولیسو د څو جلا عملیاتو په ترڅ کې په دایکندي، کندوز، کاپیسا، بغلان، سرپل، پروان، بلخ، خوست، میدان‌وردګ او سمنګان ولایتونو کې ۳۲ تنه د نشه‌یي توکو د پلور او لېږ په تړاو نیولي دي.

له نیول شوو کسانو څلور کیلوګرامه شیشه، درې کیلوګرامه چرس، څه‌باندې درې کیلو خام چرس، یو میل کلاشینکوف، اوه شاجورونه او څه باندې زر نشه‌یي ټابلیټونه هم ترلاسه شوي دي.