لسو ولایتونو کې؛ پولیسو د جنایي جرمونو په تړاو ۲۱ تنه نیولي

moi-af
پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۳ - ۱۰:۱۴
شسیبشسب
د کورنیو چارو وزارت جنایي جرمونو سره د مبارزې پولیسو له وروستیو ۲۴ ساعتونو راهیسې په کندوز، هرات، بلخ، سمنګان، هلمند، نیمروز، کاپیسا، غزني، خوست او سرپل ولایتونو کې ۲۱ تنه د غلا، قمار او قاچاق په تړاو نیولي چې له لومړنیو څېړنو وروسته عدلي او قضایي بنسټونو ته سپارل شوي دي. د نیول شوو کسانو له‌منځه، شپږ تنه په کندوز، درې تنه په هرات، درې تنه په بلخ، دوه تنه په سمنګان، دوه تنه په هلمند او پنځه تنه نور په نیمروز، کاپیسا، غزني، خوست او سرپل ولایتونو کې نیول شوي دي.