فراه: ۱۱۱ جریبه کوکنار ویجاړ او ۷۶ د نشه یي توکو کارخوني سوځول شوي

moi-af
چهارشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۱۸ - ۱۴:۱۷
adadad

نشه یي توکو سره د مبارزې معینیت د ځانګړي پلاوي په شتون کې د فراه نشه یي توکو سره د مبارزې پولیسو په څو جلا عملیاتو کې ۷۶ د نشه یي توکو کارخونې سوځولي او ۱۱۱ جریبه کوکنار یې له منځه وړي دي.
همداراز، پولیسو په دغو عملیاتو کې ۱۱۴ مجرمین هم نیولي دي.