فراه کې ۷ تنه د نشه يي توکو د پلور په تړاو ونیول شول

jamil-moi
چهارشنبه ۱۳۹۹/۸/۲۱ - ۱۲:۵۶
8

د فراه ولایت د امنیه قوماندانۍ د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې منسوبینو د فراه ښار د درېیمې او څلورمې ناحیو په اړوند سیمو کې د نشه يي توکو د وېش شبکو د نیولو په پار ځینې عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې يې د نشه يي توکو اوه پلورونکي نیولي دي.
له یادو کسانو څخه یو اندازه نشه يي توکي او یوه قبضه تفنګچه هم ترلاسه شوي دي.
د نیول شویو کسانو نسبتي دوسیې تر لومړنیو څېړنو وروسته اړونده بنسټ ته سپارل شوې دي.