فراه کې ۲۹ ترهګرو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې
![ب](/sites/default/files/2021-07/224217298_2074106596060560_9218724438042383504_n.jpg)
تېره شپه ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو د فراه ولایت د مرکز په اړوند نوده او کارېزک سیمو کې د ترهګرو طالبانو بریدونه شنډ کړي او دوی ته یې درنه مرګ ژوبله اړولې ده.
په دې بریدونو کې ۱۶ ترهګر طالبان وژل شوي او ۱۳ نور ټپيان دي.
د یادونې وړ ده چې د ترهګرو ۲ عرادې هاموې ټانګونه، ۲ عرادې موټرسایکلونه، څو میله وسلې او یو اندازه مهمات هم د امنیتي ځواکونو لاسته ورغلي او ګڼ نور وسایط یې له منځه تللي دي.