فراه کې یو کس د جومات د وسایلو د غلا په تړاو ونیول شو.
د فراه ولایت د امنیه قومندانۍ پولیسو د دې ولایت د دویمې ناحیې په اړوند سیمه کې یو کس د جومات د وسایلو د غلا په تړاو ونیوه.
نیول شوی کس حرفوی غل دی، چې تر دې دمخه یې هم د فراه په مرکز کې په بېلابېلو غلاو کې لاس درلود.