فراه کې یو فراري قاتل ونیول شو.

تېره ورځ د فراه ولایت د امنیه قومندانۍ له ترهګرۍ سره د مبارزې پولیسو یو فراري قاتل نیولی.
یاد کس عبدالکریم نومېږي چې د فراه ولایت د پشترود ولسوالۍ د برنګګ کلي مېشتی دی.
عبداالکریم څه موده دمخه د مور په مرسته یې خپله ښځه وژلې وه او بیا له سیمې تښتېدلی و، چې تېره ورځ له ترهګرۍ سره د مبارزې پولیسو د عملیاتو په ترڅ کې د دویمې ناحیې له اړوند سیمو له مور سره یې یو ځای ونیول شو.