فراه کې له یوې ګلولې او غزني کې له یوې ماین چاودنې مخنیوی شوی.

rahimzai_moi
چهارشنبه ۱۳۹۸/۷/۱۷ - ۱۲:۲۱
ل

تېره ورځ د فراه ولایت د امنیه قومندانۍ منسوبینو په باغ پل، ګینهکان، خطیوان، ملایان او مزار کلیو کې یو لړ چاڼیز عملیات ترسره کړي، چې په پایله کې يې یاد کلي د ترهګرو طالبانو له شتونه پاک کړي او همداراز ترهګرو طالبانو چې یو ډز ډي سي ګولۍ پر فراه ښار د برید په هدف عیاره کړې وه، د پولیسو لخوا کشف او شنډ شوه.
د دې ترڅنګ؛ د غزني د مرکز په اړوند زیارتګاه تپه کې ترهګرو طالبانو یو کړۍ ماین ځای پر ځای کړی و، چې موخې ته له رسېدو مخکې د پولیسو لخوا کشف او شنډ شو.