فراه کې له یوې موټرسایکل چاودنې مخنیوی وشو.

د فراه ولایت د امنیه قومندانۍ له جنايي جرمونو سره د مبارزې مدیریت منسوبینو په فراه ښار کې له یوې موټرسایکل چاودنې مخنیوی کړی دی.
ترهګرو طالبانو یو عراده موټرسایکل له چاودېدونکو توکو ډک کړی و او غوښتل یې چې په فراه ښار کې یې د ملکي خلکو په منځ کې وچوي، چې هدف ته له رسېدو مخکې د پولیسو لخو تر پېژندنې وروسته ونیول شو.