فراه کې د نشهيي توکو د پروسس دوه کارخونې لهمنځه یوړل شوې
د فراه امنیې قومندانۍ د نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې مدیریت منسوبینو د څو جلا اقدامانو په پایله کې د نشهيي توکو د پروسس او تولید دوه کارخونې له ۲۷ کیلوګرامه شیشې، ۳۲ کیلوګرامو پوډرو، ۶۰ لېټرو تېزابو او لسګونه کیلوګرامه په نشهیي توکو کې کاریدونکي توکو سره د یاد ولایت د بکواه ولسوالۍ په مربوطاتو کې کشف او سوځولي دي.
په دې تړاو دوه تنه نیول شوي چې د پولیسو له لومړنیو څېړنو وروسته به عدلي او قضایي بنسټونو ته وسپارل شي.