فراه کې د ترهګرو طالبانو یو مهم ډلمشر ونیول شو

jamil-moi
جمعه ۱۳۹۸/۸/۱۰ - ۸:۳۵
h

تېره ورځ د فراه ولایت د امنیه قومندانۍ له ترهګرۍ سره د مبارزې منسوبینو د مرکز په اړوند سیمو کې د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې د ترهګرو طالبانو یو مهم ډلمشر له پېژندنې وروسته نیولی دی.
یاد کس له انار درې ولسوالۍ څخه مرکز ته د ترهګریزو پېښو په ځانګړې توګه د دولتي کارکوونکو د ترور په موخه ګمارل شوی و، چې پولیسو د فراه ښار د درېیمې حوزې له اړوند سیمو څخه نیولی دی.
نیول شوي کس په فراه کې په بېلابېلو ترهګریزو پېښو کې لاس درلود.