فراه کې د ترهګرو طالبانو یو مهم غړی ونیول شو

jamil-moi
سه‌شنبه ۱۳۹۸/۹/۱۲ - ۱۴:۲۱
ظ

نن د فراه ولایت د امنیه قومندانۍ پولیسو د مرکز په اړوند سیمو کې د ترهګرو طالبانو یو مهم غړی نیولی دی.
یاد کس "نورګل" نومېږي چې په "ګل جان" مشهور دی او په فراه کې یې په ډېریو ترورېستي او تخریبي پېښو کې لاس درلود.
د یادونې ده چې دا کس د کشفي راپورونو له مخې د فراه د مرکز له "یزد" کلي نیول شوی دی.