فراه کې د ترهګرو طالبانو یو مهم غړی ونیول شو.

فراه کې ملي پولیسو د ترهګرو طالبانو یو مهم غړی چې د ترهګریزو پېښو په طرح او سازماندهۍ کې یې لاس درلود، نیولی دی.
یاد کس د فراه ولایت د لومړۍ حوزې له اړوند سیمو د امنیه قومندانۍ له ترهګرۍ سره د مبارزې د ځواکونو د اوپراتیفي عملیاتو په ترڅ ونیول شو.
نیول شوي کس د لومړنیو څېړنو په ترڅ کې د فراه ولایت پر بېلابېلو امنیتي پوستو د برید مسوولیت منلی.
یاد کس تېره ورځ د فراه د امنیه قومندانۍ د منسوبینو له لوري هغه مهال ونیول شو، چې غوښتل یې ترهګریزې پېښې طرح او سازماندهي کړي.