فراه کې د ترهګرو طالبانو یو مشهور قومندان ووژل شو.

hakimi-moi
جمعه ۱۳۹۸/۳/۱۷ - ۱۸:۱۱
1

تېره ورځ فراه کې د ترهګرو طالبان یو قومندان شاه مقصود چې د غاښونو په ډاکټر مشهور و، ووژل شو.
شاه مقصود غوښتل چې د فراه ولایت د پشتکوه ولسوالۍ په اور کلي کې ماین ځای پر ځای کړي، چې ماین پرې چاودلی او له یوه همکار سره یې یوځای وژل شوی دی.
شاه مقصود په فراه کې د ترهګرو طالبانو د ۳۰ کسیزې ډلې مشر وو، چې په بېلابېلو ترهګریزو پېښو کې یې لاس درلود.