فراه کې ترهګرو طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې.

rahimzai_moi
سه‌شنبه ۱۳۹۸/۳/۷ - ۱۰:۲۰
r

تېره شپه د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو او د ملي اردو کمانډو ځواکونو د فراه ولایت د بالابلوک ولسوالۍ په سیاه جنګل کلي کې یو لړ ځانګړي عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې یې د دوو بهرنیو مېشتو په ګډون څلور ترهګر طالبان وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.
په یادو عملیاتو کې د نشه يي توکو د پروسس دوه لابراتوارونه او د ترهګرو طالبانو یو عراده موټر له منځه تللی دی.